نن د ترکیې او افغانستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بنسټ اېښودلو سلمه کلیزه ده. افغانستان په دې ورځ د ۱۹۲۱ میلادی کال دمارچ په لومړۍ نیټه د یووالی د پیمان په لاسلیک کولو سره د انقرې حکومت په رسیمت پیژندلی دی. زه د انقرې د حکومت اصطلاح کاروم، ځکه چې ترکیه په ۱۹۲۳ میلادی […]

نن د ترکیې او افغانستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بنسټ اېښودلو سلمه کلیزه ده. افغانستان په دې ورځ د ۱۹۲۱ میلادی کال دمارچ په لومړۍ نیټه د یووالی د پیمان په لاسلیک کولو سره د انقرې حکومت په رسیمت پیژندلی دی. زه د انقرې د حکومت اصطلاح کاروم، ځکه چې ترکیه په ۱۹۲۳ میلادی کال کې جوړه شوې او له دې وړاندې کلونو کې په ازمایښتی ډول د اتاترک تر لارښوونې لاندې او د ترکیې دخلکو دستر مجلس لخوا پرمخ وړل کېده چې موږ هغه ته پارلمانی حکومت یا د انقرې حکومت وایو.

هر کال په رسمی ډول د افغان او ترک د دوستۍ په نوم د مارچ د لومړۍ نېټې لمانځلو لپاره، د دواړو هیوادونو دبهرنیو چارو د وزارتونو لخوا د ۲۰۱۰ میلادی کال د ‌ډسمبر په ۲۴ نېټه په استانبول کې هوکړه لیک لاسلیک شو.

دواړو لوریو ته یوه اخلاقی او تاریخی دنده ده چې ددې ازمایل شوی تړون، ارزښت او ریښتینې معنا راتلونکو نسلونو ته ور زده کړی. سره له دې چې موږ د دیپلوماتیکی اړیکو د رامنځ ته کولو له سلمې کلیزې څخه برخمن یو خو دا اړیکې یواځې په تېرې پېړۍ پورې اړه نه لری. په دې سیمه کې د ترکانو لومړنی خوځښت له میلاد نه وړاندې دوهمې پېړۍ ته ورګرځی چې ترکان ساکا (ایسکیت) خپل دولت د افغانستان په شمالی سیمو کې جوړ کړ. په هغه پسې په پنځمه میلادی پېړۍ کې د ترکانو یوې بلې قبیلې په دې سیمه کې د (افتالیت) په نوم امپراطوری جوړه کړه چې د بلخ، تخار، کابل، غزنی، زابل او اوسنی کندهار سیمې یې تر واک لاندې وې. افغانستان په لسمه پېړۍ کې دغزنویانو پرمهال، په یولسمه پېړۍ کې د سلجوقیانو پرمهال او په دوولسمه پېړۍ کې د خوارزم شاهانو پر مهال د ترکانو لپاره په مهم هستوګنځی بدل شوی ؤ. په دیارلسمه پېړۍ کې افغانستان دمغلو ترواکمنۍ لاندې شو او د بابر شاه په دور کې، ترکانو یوځل بیا په ۱۶ او ۱۷ پیړۍ کې په دې جغرافیه کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.

دافغانانو اوترکانو ترمنځ ګډ ژوند په اتلسمه پېړۍ کې هم دوام درلود، او احمدشاه ابدالی دعثمانی خلافت له دریم خلیفه سلطان مصطفی سره د لیک استولو له لارې اړیکې ټینکې کړې، همدارنګه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې سلطان عبدالحمید یو دیپلماتیک هیئت کابل ته واستاوه. دشلمې پېړۍ په پیل کې، د امیرحبیب الله خان حکومت د محمود طرزی په وړاندیز، د مختلو چارو لپاره له ترکی څخه سلاکاران وبلل. د حیرانۍ ځای نه دی چې په ۱۹۱۲ میلادی کال کې د څو تنو دغوسلاکارانو پرمټ په کابل کې لومړنی دولتی روغتیون جوړ شو.

د ۱۹۱۰ کال دلسیزې په وروستیو کې، افغان زده کړیالان چې په اناتولی کې یې زدکړې کولې، د ترکیې دخپلواکۍ د اخستلو له جګړې سره یو ځای او شهیدان شول. افغانو ښځوهم د خپلو ارزښتنمندو ګاڼو په ډالۍ کولوسره د ترکیې دخپلواکۍ د اخیستلو دجګړې له سپاهیانو سره خپله خواخوږی ښکاره کړه. په ۱۹۲۰ میلادی کال د عثمانی امپراطورۍ یو غښتلی او اغیزناک رهبر جمال پاشا کابل ته راغئ اودلته د اردو د رغونې په موخه تر یوه کاله وځنډېده. کله چې اتاترک دترکیې د خپلواکۍ په جګړه کې ډېر بوخت ؤ او هغه وخت افغانانو له بل هروخته موږته اړتیا درلوده، نو افغانان یې له یاده ونه ایستل او د څو پرله پسې هیئتونو له لیږلویې چې له ډاکترانو، ښوونکو او افسرانو څخه جوړ وو ډډه ونه کړه.

دخپلواکۍ دبیرته اخیستلو جګړو چې د ۱۹۱۰ له وروستیو او د ۱۹۲۰ میلادی تر پیله یې دوام وکړ، دواړه ملتونه یې له زړه او ذهنه سره نږدېکړل. دواړو ملتونو په بشپړه توګه او پوره یووالی سره، سره ورته غمونه او خوښۍ تجربه کړلې. لکه څنګه چې غازی امان الله خان د ۱۹۲۲ کال د اکتوبر دلسمې نیټې په غونډه کې چې د ترکیې دخپلواکۍ د جګړې د ګټلو په پار په دلکشا ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ویلی وو چې “ترکان او افغانان سره وروڼه دی. دهغوی خوښی زموږ خوښی ده؛ دهغوی غم او ویر، زموږ غم او ویر دی.”

کوم لومړنی پریکړه لیک چې د انقرې په حکومت کې ومنل شو هغه په کابل کې د دیپلوماتیکو اړیکو دنمایندګۍ پرانیستل ؤ. چې پردې بنسټ، یوافغانی الاصله ترکیې افسرښاغلی عبدالرحمن صمدان په ۱۹۲۰ میلادی کال د ترکیې د استازی په توګه په افغانستان کې وګمارل شو. په کابل کې دترکیې د سفارت لومړنی دیپلوماتیک مأموریت شو. ترکیه دوهم هیواد ؤ چې افغانستان یې په رسمیت وپېژانده. افغانستان هم دوهم هیواد ؤ چې دانقرې حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

د ۱۹۲۱ میلادی کال د جون په لسمه نېټه دافغانستان سفارت په ترکیې کې پرانستل شو او اتاترک په خپلو لاسونو دافغانستان بیرغ دسفارت پرسر پورته کړی. امان الله خان لومړنی بهرنی پادشاه ؤ چې د ۱۹۲۸ میلادی کال د مۍ په میاشت کې یې ترکیې ته سفر وکړ. ترکیې په دې سفر کې د فنی همکاریو لومړنی هوکړه لیک ورسره لاسلیک کړ. له افغانستان سره د ترکیې نږدې همکاریو د دوهمې نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې روانې وې. د افغانستان او ایران ترمنځ د منځنۍ برخې پوله د ترکیې د را استول شوی هیئت لخوا له ۱۹۳۴ تر ۱۹۴۵ میلادی کلونو ترمنځ تنظیم شوه. کله چې اتاترک په ۱۹۳۸ مېلادی کال مړ شو، نو افغانستان یواځینی هیواد و چې دبیرغ په نیم ځوړند کولو سره یې دیوې اوونۍ لپاره په هیواد کې په رسمی ډول دماتم اعلان وکړ.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ترکیې په افغانستان کې دعصری دولتې جوړښتونواو ټولنیزو بنسټونو لکه اداری، نظامی، فرهنګی، زده کړې اوروغتیا په رامنځ ته کولو کې رغنده رول ولوباوه. ترکیې تر ۱۹۶۰ لسیزې پورې افغانستان ته د ښوونکو، ډاکتارانو، نظامی افسرانو اوپه مختلفو برخوکې د کارپوهانو را استولوته دوام ورکړ. د ۱۹۵۷ میلادی کال داګست ۲۶ نه ترسپټمبر تر۸ دظاهرشاه سفر ترکیې ته په ګرمۍ استقبال شو. دځانګړی ملاتړ د ښکارونې په توګه د ترکیې لومړی وزیر په ۱۹۵۶ میلادی کال دجولای له ۲۶ نه تر ۳۰ پورې له کابل څخه لیدنه وکړه او په هغه پسې په کال ۱۹۵۸ میلادی کې د دسیپټمبر له ۱۲ نه تر ۲۲ پورې، د ولسمشرجلال بایار لس ورځینې سفر کابل، کندهار، هلمند، کندز او بغلان ته ترسره شو.

دغو نږدې همکاریو ترکال ۱۹۷۹ یانې د شوروی تر اشغال پورې دوام وکړ. له کال ۱۹۸۹ میلادی را وروسته، ترکیې دافغانستان جګړه څارله او هڅه یې کوله چې دخپل سفارت له لارې چې ترکال ۱۹۹۶ پورې پرانیستی ؤ دسولې او ثبات لارې، چارې ولټوی.

له تیرو وروستیو ۱۹ کلونو راهیسې ترکیې دنظامی او د پولیسو دافسرانو روزنه پیل کړېده چې تردې دمه یې ټولټال ۵۰۶۱ نظامی او ۹۹۱۳ دپولیسو افسران روزلی دی. نن ورځ ترکیې دتاریخ تر ټولو ډېرې مرستې په پراختیایی برخه کې وړاندې کړېدی چې ډېرۍ هغه یې د زده کړو، زیربناوو او روغتیا په برخه کې لګېږی. افغانان په لوړه کچه له ترکیې څخه دتحصیلی بورسونو غوښتونکی او ترلاسه کونکی دی. په اته ولایتونوکې دترکیې ۲۱ ښوونځی او څلور د زده کړو مرکزونه دی چې ۷۰۸۰ زده کونکی لری او موږ غواړو چې په نورو ولایتونو کې نوی ښوونځی پرانېزو. د افغانستان مختلفو سیموته د لاس رسی په موخه مو د ۲۰۲۰ کال دجون په میاشت کې خپله دوهمه سرقونسلګری دهرات په ښار کې پرانسته او په روان کال کې د کندهار په ولایت کې د دریمې سرقونسلۍ د پرانیستو چمتوالی روان دی.

افغانستان له څلورو لسیزو راپه دیخوا کړېږی. د سولې ډیر وختونه یې له لاسه ورکړل. خو د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر له ۱۲ نېټې راپه دیخوا چې دافغانستان د سولې بهیر پیل شوی دی نو یو تاریخی فرست سولې ته د رسیدو لپاره رامنځ ته شوی. له دې سره، سره موږ باید دا هیر نه کړو چې دسولې لاره اوږده او له خنډونو ډکه ده. نو موخه باید یواځې ژر راتلونکې سوله نه، بلکې تلپاتې او پایښتی سوله وی. نو له دې امله ښکېلې خواوې مسؤلیت لری چې دا فرست له لاسه ورنه کړی.

ترکیه تل د افغانانو په رهبرۍ او ملکیت دسولې د روان بهیر پلوی کوی. په دې اړه ترڅو چې زموږ دمرستې اړتیا وی، چمتویو چې له افغان وروڼوڅخه ملاتړ وکړو ترڅو د هغې تلپاتې سولې د راوستو دهڅو ګډون وال شو چې دافغانستان د هرې طبقې خلکو او دسیمې اونړیوالو، لوبغاړو د هرکلی وړ وګرځی.

  • نویسنده : اوغوزخان ارطغرل دترکیې جمهوریت لوی سفیر
  • منبع خبر : هفته‌نامه سفیر